کابلي: حکمتیار دې د پاکستان د استخباراتو په لارښوونه عمل نه کوي

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند رییس د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار څخه غواړي چې د پاکستان د استخباراتو په لارښوونه عمل ونه کړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

نجیب الله کابلي دا خبرې نن د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت له خوا په یوې جوړې شوې غونډه کې وکړې:

"زموږ پیغام ګلبدین حکمتیار ته دا دی چې که په ریښتیا سره افغان بچی یې او افغانستان دې خوښیږي د ای اس ای په خبرو غوږ مه ږده راشه چې د افغانستان خلک درنه هرکلی کوي."

دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهیسې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي او افغان حکومت ترمنځ خبرې پیل شوې خو تر اوسه نهایې پریکړې ته نه دي رسیدلي.