د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې د کابل په لویدیځ کې د تعلیمي مرکز پر سرتېرو حمله شوې ده.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده خو نوموړي د دقیق شمېر په اړه جزیات ورنه کړل.
بل لور ته د کابل امنیې قوماندان په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې په دې موټر بم چاودنه کې له دیرشو ډېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.
نوموړي همدارنګه ویلي چې دا لومړني معلومات دي او ښايي چې وروستي ارقام توپیر پیدا کړي.
د پېښې مسولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخېستی او ویلي چې په کابل کې د پولیسو د اکاډمۍ په استادانو او افسرانو په بریدونو کې ۲۷ تنه استادان او افسران وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.