میاخېل: راتلونکي میاشت به ۳اړخیزه ناسته په اسلام اباد کې جوړه شي

د افغانستان د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې په راتلونکي میلادي میاشت کې یوه درې اړخیزه ناسته په اسلام اباد کې جوړه شي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې ناسته کې به په پاکستان کې د افغان کډوالو د اقامت کارتونو د تمدید په څرګنوالي خبرې وشي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"یوه درې اړخیزه ناسته په راتلونکي میلادي میاشت کې د یو ، ان، اېچ، سي، ار په کوربه توب په اسلام اباد کې جوړیږي، د دې ناستې هدف دا دی چې د افغان کډوالو د اوسېدو کاروتونو د تمدید په اړه یوه اساسي پریکړو ورسیږو او نور پروګرامونه چې له شپږو میاشتو وروسته جوړیږي په دې ناسته کې ورباندې خبرې وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې په هغه هېواد کې د افغانانو د اوسېدو کاروتونه د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړل خو د افغانستان حکومت غواړي چې پاکستان د پخواني تفاهم لیک په اساس د افغان کډوالو کارتونه باید د دوو کلونو لپاره تمدید شي.