د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معین وایي، د ځوانانو لپاره یې چې کومه پنځه کلنه ستراتیژي جوړه کړې، تر ډېره د روغتیا، سپورټ، کارموندنې او په حکومتي ادارو کې د ځوانانو پر ونډې تمرکز کوي.
ډاکټرکمال سادات ازادي راډیو ته وویل، هڅه کوي څو دغه ستراتیژۍ یې بریالي شي او بیا به وروسته د ځوانانو لپاره اوږد مهالې ستراتیژۍ رامنځ ته کړي.
له ښاغلي سادات سره د ازادي راډيو خبریال قسیم سوله مل مرکه کړې ده.
Your browser doesn’t support HTML5