مستغني: د سراسري امنیت په صورت کې د ډیورنډ کرښه د بحث وړ ده

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ترهغې چې په افغانستان کې سراسري امنیت نه وي ټینګ شوی د ډیورنډ کرښه د بحث وړ نه ده.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازادي راډیو ته وویل چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په اړه تصمیم حکومتونه نه بلکې د کرښې دواړو غاړو ته میشت ولسونه نیسي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"د ډیورنډ د کرښې په اړه د تصمیم نیول د حکومتونو کار نه دی او ترهغې چې سراسري امنیت په افغانستان کې تامین نه شي د ډیورنډ کرښه د بحث وړ نه ده."

دا په داسې حال کې ده چې نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه ځینو وکیلانو ادعا وکړه چې ګواکې پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو جوړلو لړۍ جاري ساتلې.

د دغه جرګې مشر او یو شمېر غړو پر ولسمشر غږ وکړ چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې باید بې غوري ونه کړي.