کوټه: په بېلابېلو پېښو کې د پولیسو ۴افسران وژل شوي

په کوټه کې د پوليسو چارواکي وايي، په دوو جلا پېښوکې څلور د پوليسو افسران وژل شوي دي.

د پوليسو په وينا، د سې شنبې په ورځ پر دغو کسانو د بلوچستان په کوټه ښار کې ډزې وشوې.

حمله کوونکي په تېښته کې بريالي شوي او هيڅ چا د دغو حملو پړه پر غاړه نه ده اخېستې.

په بلوچستان کې له کلونو راهيسې ناکراري روانه ده. له پاکستانه جلاغوښتونکي کوچنۍ ډلې پر پوليسو او امنيتي ځواکونو حملې کوي چې پر حکومت فشار راولي او د خپلې سيمې په طبیعي زېرمو لکه ګاز او تېل کې ونډه تر لاسه کړي.