د استانبول په اتاترک هوايي ډګر کې پروازونه بېرته پيل شول

د استانبول په اتاترک هوايي ډګر کې يوه ورځ وروسته له خونړيو بریدونو، پروازونه بېرته پيل شول.

د هوايي ډګر د ويبپاڼې له مخې نړيوال ترکش ايېرلاين ګڼ شمېرځايي او نړیوال پروازونه کوي.

د ترکيې صدراعظم بن علي يلديريم نن په استانبول کې خبريالانو ته وويل:

"زموږ د امنيتي ځواکونو د موندنو له مخې دا تروريستي حمله د داعش له خوا شوې. که څه هم لومړۍ څېړنې داعش ته اشاره کوي، پلټنې اوس هم روانې دي. هوايي ډګر د هوايي ترافيک پر مخ د شپې پر دوې بجې او دوويشت دقيقې پرانېستل شو او هوايي ترافيک عادي حالت ته راغلی."

دغه هوايي ډګر د څو ساعتو لپاره په بشپړه توګه وتړل شو خو اوس له نورو ځایو پروازونه ورته راروان دي.

سي اين اين ترک راپور ورکړی چې مسافرو ته ترمينل ته بېرته د تګ اجازه ورکړل شوې ده چې د ګڼو چاودنو له کبله اغېزمن شو.