د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر محمد حنیف اتمر ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال د دې ولایت د کوټ ولسوالۍ ولسونو سره له ناستې ورورسته په خبري ناسته کې وویل چې افغان حکومت د داعش د له منځه وړلو لپاره په ډېر یوه قوي پروګرام کار شوی چې عملي کیدو سره به د داعش ریښه په ننګرهار کې ختمه شي.
نوموړي وویل، هغه داعشیان چې اوس په ننګرهار کې یې تعداد سلګونو تنو ته رسږیږي یا به ژر وژل کيږي او یا به بېرته د ډيورنډ پر کرښه خپلې پخوانې مینې ته په تېښته بريالي کیږي.