ولسمشرغني او اجراییه عبدالله عبدالله د ترکیې په نړیوال هوايي ډګرکې بریدونه د نړیوال ګواښ په توګه یاد کړي او د ترورېزم او افراطیت پر وړاندې یې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی.
ارګ او اجراییه ریاست د اعلامیو په خپرولو سره د ترکیې په هوايي ډګر کې بریدونه په کلکو ټکوغندلي او د افغانانو په استازیتوب یې دترکیې له خلکو سره غمرازي ښودلې.
د اعلامیو له مخې دواړو ولسمشر غني او اجراییه رییس د ترکیې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره تاکید کړی چې ترورېزم نړیوال ګواښ دی او لازمي ده چې پر وړاندې ګډه مبارزه وشي.
تیره ورځ د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې ځان وژونکو بریدونو لږترلږه ۳۶ کان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
که څه هم تراوسه د دغه بریدونو مسولیت کوم چا نه دی منلی خو د ترکیې صدراعظم ویلي ګومان کوي چې دا به د داعش د وسلوالې ډلې کار وي.