په کندز کې د بې پیلوټه الوتکې په حملو کې لس وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ ویاند ډګرمن عبدالقهار ارام وايي، دغه وسله وال تېره شپه د کندز ښار د حضرت سلطان په چُقُرقُشلاق سیمې کې په نښه شول.
ارام زیاتوي چې په وژل شوېو کسانو کې د طالبانو یو پوځي قوماندان مولوي مسکین هم شامل دي.
هغه وايي چې په دې هوايي برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دې رسېدلي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.