د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، د ترکېې وروستیو بریدونو ته په کتو باید د سیمې او نړۍ په کچه د ترورېزم پرضد ګډ او مؤثرګامونه پورته شي.
له اجراییه ریاسته د خپرې شوې خبرپاڼه له مخې عبدالله عبدالله د ترکیې د اتا ترک په نړیوال هوايي ډګر کې بریدونه غندلي او تروریستي او وحشیانه یې بللي دي.
په اعلامیې کې همداراز د عبدالله له قوله ویل شوي چې نړۍ دا مهال د ترورېزم او افراطیت له ګډ ګواښ سره مخامخ ده او پکاره چې د دغې پدیدې پر وړاندې ګډه مبارزه وشي.
تېره ورځ د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې ځان وژونکو بریدونو لږ تر لږه ۳۶ کان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
که څه هم تر اوسه د دغه بریدونو مسولیت کوم چا نه دی منلی خو د ترکیې صدراعظم ویلي ګومان کوي چې دا به د داعش د وسله والې ډلې کار وي.