استانبول کې انتحاري حملو لږ تر لږه ۳۶کسان وژلي

تېره ورځ د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې ځان وژونکو بریدونو لږ تر لږه ۳۶ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د ترکیې چارواکي وايي، برید کوونکي د یو ټکسي موټر به وسیله هوايي ډګر ته ورغلي و او په عمومي دروازه کې یې چادونې وکړې.

یو برید کوونکي تر چاودنې مخکې پر مساپرو د اتومات ټوپک ډزې هم کړي دي.
د ترکیې د عدلیې وزیر ویلي چې د هوايي ډګر مېټرو ته نژدې هم د چاودنې نښې لیدل شوي دي.

دا چې دې بریدونو د بروکسل په هوايي ډګر کې له بریدونو سره ورته والی درلود، د ترکیې صدراعظم ویلي ګومان کوي چې دا به د داعش د وسله والې ډلې کار وي.

د ټپیانو شمېر د ۱۴۷ کسانو په شاوخوا کې اټکل شوی چې د چارواکو په وینا ۱۷ تنه یې پولیس افسران دي.

سپینې ماڼۍ، ملګروملتونو، جرمني او نور هېوادونو دا بریدونه غندلي دي.

ترکیې ته له نورې نړۍ په موقته توګه الوتنې ځنډیدلي دي.