سمندر: جون د خبریالانو لپاره له تاوتریخوالي ډکه میاشت ده

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه وايي چې روانه میلادي میاشت د دغه هېواد د خبریالانو او د رسنیو کارکونکو لپاره د تاوتریخوالي تر ټولو ډکه میاشت ده.

د دغې ټولنې مشر رحیم الله سمندر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې یوازې د جون په میاشت کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲ پېښې ثبت شوي دي.

ښاغلی سمندر وویل چې له دغو پېښو یې اوه په مرکز کابل کې شوي چې خبریالان په کې وهل شوي او یا د نورو ګواښونو سره مخ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژورنالستانو ټولنې د معلوماتو له مخې له دې وړاندې په یوه میاشت کې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې له اتو نه دي اوښتي.