د اقینې ریل پټلۍ د پروژې د کار د دوام په لارو خبرې وشوې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسولین وايي چې له ترکمنستاني چارواکو سره د اقینې ریل پټلۍ د پروژې د کار د دوام او د لاجوردو لار د پرانېستلو په لارو چارو خبرې وشوې.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډیو ته وویل چې دوه ورځې مخکې د ترکمنستان یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان راغلی و او په مشترک المنافع هېوادونو کې یې د جمهور رییس له استازی شاکر کارګر سره هم ولیدل.

ښاغلي قوقندي د ترکمنستان د لوړ پوړي پلاوي د سفر هدف داسې بیان کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې د اوسپنۍ دا پټلۍ له ترکمنستانه پیل او د فاریاب ولایت له اقینې بندر سره وصلېږي.

په دویم پړاو کې دا پټلۍ د ۳۵ کیلومترو په اوږدوالي د هغه ولایت اندخوۍ ښار ته او له هغې وروسته بیا د جوزجان، بلخ او کندز له ولایتونو تېرېږي او تاجکستان ته رسېږي.