جرمني: لندن دې د اروپايي ټولنې د وتلو په اړه رسمي غوښتنه وسپاري

جرمني خبرداری ورکړی پرته له دې چې لندن د اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه رسمي غوښتنه نه وي سپارلي، له دې ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پر شرایطو به غیرې رسمي خبرې اترې ونه شي.

په عین حال کې اروپايي او امریکايي لوړ پوړي چارواکي هڅه کوي د دې ټولپوښتنې عواقب کنټرول کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د دوشنبې په ورځ بروکسل ته ولاړ او هلته یې د ناټو د عمومي منشي ینس ستولتنبرګ او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې فیډریکا موغیرني سره خبرې وکړې.

نوموړي وروسته د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر فلیپ هامونډ سره د خبرو لپاره لندن ته ولاړ.

په عین حال کې په برلین کې د بحران د کابو کولو لپاره د جرمني، فرانسې او ایټالیا د مشرانو د یوې غونډې تمه هم کیږي.

جرمني او فرانسې ویلي دوی د بحران د کنترولولو لپاره متحد دي.

د جر مني د صدارعظمې انګیلا میرکل ویاند سټیفین سیبریټ ویلي: ”یو شی روښانه دی. تر هغې مخکې چې بریتانیا په دې اړه یادښت واستوي له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو د شرایطو په اړه به غیرې رسمي ابتدايي خبرې اترې ونه شي.“

د اروپايي ټولنې د تړون د پنځوسمې مادې پر بنسټ چې له دې ټولنې څخه د هېوادونو د وتلو رسمي پروسه روښانوي، یوازې بریتانیا له دې ټولنې د وتلو غوښتنه کولی شي.

د بریتانیا تلونکي صدراعظم ډیویډ کامرون داسې ښودلې چې ښايي څو میاشتې ونیسي څو بریتانیا د پنځوسمې مادې پر بنسټ له اروپايي ټولنې د وتلو رسمي غوښتنه وکړي. خو سیبریټ ویلي، د بې باورۍ دې حالت ته باید ډېر دوام ورنه کړل شي.