په غور کې تر ۱۷۰زیات ښوونځي د چارواکو له څارنې بهر دي

د غور په ولایت کې چارواکي وايي، تر یوسلو اویاوو زیات ښوونځي د دوی له کنټرول او څارنې بهر دي او په دې اړه چې تړلي که پرانېستي کره معلومات نه لري.

د غور د پوهنې د ریاست چارواکي وايي، د دې ښوونځیو د ښوونکو تنخواګانې نه دي ورکول شوي او څو چې دوی پر دې ډاډمن نه شي چې دا ښوونځي پرانېستي دي تنخواګانې به یې ور ونه لیږي.

د غور د ولایت د پوهنې د ریاست یو چارواکي فضل الحق نجات ازادي راډیو ته وویل، د امنیتي ستونزو له کبله د غور د پوهنې ریاست پر دې ښونځیو څارنه او کنټرول نه لري:

"تر اوسه د فیروز کوه د شمال له سیمو یعنې مرغاب او شویچ څخه ښه او کره راپورونه نه لرو. موږ خپله ډاډمن نه یو چې دا ښوونځي به پرانېستي او که تړلي وي، ځکه زموږ د څارنې ډلې د امنیتي ستونزو له کبله دې سیمو ته سفر نه شي کولای."

نوموړي همدارنګه امنیتي ادارې ملامته کړي چې د ښونځیو او د معارف د کارکوونکو په امنیت کې ورسره همکاري نه کوي.