د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، د افغان حکومت سره د سولې خبرې له ستونزو سره مخ شوي دي.
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس وايي، د دواړو لورېو ترمنځ د سولې خبرې وروسته له هغې له ستونزو سره مخ شوې چې حزب اسلامي په وروستي توافق کې چې څو اوونۍ مخکې رامنځته شو د تعدیلاتو غوښتنه وکړه.
دې خبري اژانس د شهادت ویب پاڼه کې د هغې خپرې شوې لیکنې یادونه کړې چې وايي، خپله حکمتیار د حقپال په قلمي نوم لیکلي او په کې له حکومت سره د سولې خبرې اترې عملا پای ته رسیدلي بللي دي.
په نهايي شوي توافق کې د اسلامي حزب له خوا له امریکا سره د امنیتي تړون او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو مادو کې د بدلون غوښتنه هغه څه دي چې ویل کیږي د سولې دا خبرې اترې یې له ستونزو سره مخ کړي.
یو حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، خبرې اترې له ستونزو سره مخ دي او کابل دا مهال د اسلامي حزب د رسمي دریځ په تمه دی.
خو امین کریم چې د سولې په خبرو اترو کې د اسلامي حزب د هییت مشري کوي امریکا غږ اشنا ته ویلي، د سولې خبرو پيل د حزب اسلامي په نوښت شوی و او دوی لا هم پر خپلې ژمنې ولاړ دي.