عراق: په ابوغُریب سیمه انتحاري حملې ۱۲تنه وژلي

عراقي چارواکي د بغداد د لویدیځ په ۲۵ کیلومترۍ کې په ابوغریب سیمه کې پر یوه جومات د تیرې شپې په انتحاري حمله کې د لږ تر لږه دولس کسانو د وژل کیدو خبر ورکوي.

چارواکي وايي، په دې برید کې همدا راز څه باندې دیرش نور کسان ټپیان شوي.

په فلوجې ښار کې پر داعش ډلې د بریا له اعلان وروسته دا په بغداد او شاوخوا سیمو کې یې لومړنۍ حمله ده خو مسوولیت یې تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

عراقي ځواکونو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فلوجې ښار یې د اسلامي دولت ډلې له ولکې څخه آزاد کړی خو څارونکي د تیرې شپې په حمله کې د داعش د لاس لرلو احتمال ردوي ځکه دا ډله اکثرا شیعه ګان په نښه کوي.

د تیرې شپې حمله په هغه سیمه کې وشوه چې ډیری وګړي یې سنیان دي.

دوی د روژې له ماتولو وروسته د لمانځه لپاره جومات ته راغلي وو.