د پولند حکومت نن په بریتانیې کې د مېشتو پولندیانو او نورو کډوالو ټولنو پر ضد د کرکې "زینوفوبیا" د خپریدو له امله اندېښنه څرګنده کړه.
په لندن کې د پولند سفارت نن پردې چې له اروپايي اتحادیې د بریتانیې د وتلو تر پریکړې درې ورځې وروسته، په مرکزي لندن او ځینې نورو سیمو کې پولندیانو ته له تهدیده ډکې شبنامې او خطونه خپاره شوي، اندیښنه څرګنده کړه.
خو د پولند سفارت پدې ارتباط د یو شمیر خلکو له ملاتړه مننه کړې ده.