سربیا کې ۲۹ بې اسناد کډوال او یو قاچاقبر نیول شوی 

د سربیا پولیسو لږترلږه ۲۹ بې اسنادو کډوال او یو مشکوک قاچاقبر نیولي دي.

پولیسو نن وویل چې دا کډوال یې د سربیا په یوه سرحدي سیمه کې، په دوو موټروکې نیولي چې جعلي نمبر پلیټونه ورباندې لګول شوي وو.

له کډوالو سره نیول شوی سړی په غیر قانوني ډول پر سرحد د تیریدو او دخلکو د قاچاق له ترو سره مخامخ دی.