د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال دوستم پر حکومت انتقاد کړی

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال پر حکومت انتقاد کوي چې په واک کې ده ته لازمه ونډه نه ده ورکړې.

جنرال عبدالرشید دوستم وايي چې نور دا حالت ورته د زغم وړ نه دی.

نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې حکومت د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ ویشل شوی او ده ته چې ډېر زیار یې ایستلی لازم سهم نه دی ورکړل شوی.

خو د افغانستان جمهوري ریاست د جنرال دوستم د دغو څرګندونو په واېي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه ښاغلی دوستم په ټولو پرېکړو کې سهیم دی.