مستغني: یو شمېر حکومتونه افغان کډوال غیر قانوني فعالیتونو ته هڅوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سوریې جګړې ته د افغانانو د تلو د مخنیوي لپاره جدي ډیپلوماتیکي هڅې پیل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازادي راډيو ته تائیده کړه چې د سوریې د رژیم مخالفینو له دوی څخه غوښتي چې هغه هېواد ته د افغان جنګیالیو تګ بند کړي.

مستغني وویل، یو شمېر حکومتونه او سازمانونه افغان کډوال هڅوي چې غیر قانوني فعالیتونه وکړي.

"د افغانستان اسلامي جمهوریت په جریان کې دی چې په خواشینۍ سره یو شمېر افغان کډوال په کوربه هېواد کې په بېلابېلو ډولونو د غیر دولتي سازمانونو او کله د حکومتونو له لوري دا ډول حرکتونو ته هڅول کیږي."

له دې وړاندې بیا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي، ایران له خپلې خاورې افغان کډوال د امتیاز په بدل کې د سوریې جګړې ته استوي.