د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د سوریې جګړې ته د افغانانو د تلو د مخنیوي لپاره جدي ډیپلوماتیکي هڅې پیل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه د وروستیو راپورنو له خپرېدو وروسته دا موضوع د ملګرو ملتونو د سازمان د کډوالۍ برخې سره له نږدې تعقیبوي:
"د افغانستان دولت د مهاجرینو د حقونو خوندیتوب او د دوې د حقونو رعایت لپاره د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسیاري سره په تماس کې شوی او د موضوع حل لپاره په ګډه کار کوي."
دا خبرې وروسته له هغه کیږي چې د سوریې انقلابي ځواکونو ملي ایتلاف په دې وروستیو کې افغان حکومت ته یو لیک استولی او ترې غوښتي چې د سوريې د رژیم په پلوي سورې ته د افغان جنګیالیو د تګ مخه ونیسي.