د افغانستان ۲۳۰قلمه تاریخي اثار د جنوبي کوریا په نندراتونو کې

راتلونکې اوونۍ به د افغانستان دوه سوه یو دیرش قلمه تاریخي اثار په جنوبي کوریا کې په دوو نندراتونو کې نندارې ته وړاندې شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د یادو نندارتونونو له عوایدو د څلویښت فیصدو ترڅنګ به افغانستان دوه سوه پنځوس زره امریکايي ډالره د فیس په توګه ورکړل شي.

زموږ همکار محمد حدیث پردېس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ویاند هارون حکیمي سره لنډه مرکه کړې او په سر کې ترې یې د دغه نندارتونونو د جوړېدو د کره نېټې په اړه پوښتنه کړې:

Your browser doesn’t support HTML5

له هارون حکیمي سره مرکه