د همجنسبازۍ د حقونو پلويانو په استانبول کې لاریون وکړ

د ترکیې پولیسو پرون په استانبول ښار کې د همجنسبازۍ د حقونو د پلويانو د لاریون د مخنیوي لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخېست او د دوو جرمني وکیلانو په ګډون ګڼ شمېر فعالان یې توقیف کړل.

که څه هم د استانبول ښاروال تېره اوونۍ اعلان کړی و چې د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره دې مراسمو ته اجازه نه روکوي خو لسګونه فعالان پرون د همجنسبازانو د کلني پریډ په مراسمو کې د ګډون لپاره په استانبول کې راټول شول چې د مظاهرو ضد پولیس یې مخې ته راووتل، د دوی د خورولو لپاره له یې اوښکې بهوونکی ګازه کار واخیست او ګڼ شمیر کسان یې توقیف کړل.

په نیول شوېو کسانو کې د اروپايي پارلمان وکیله تیري راینتکې Terry Reintke او د جرمني د پارلمان غړی، د همجنسبازانو د حقونو مدافع فولکربیک Volker Beck شامل دي.

دواړو جرمني وکیلانو پر خپلو ټویټر پاڼو لیکلي دي چې له نیول کیدو لنډې شیبې وروسته خوشې شول.