العبادي فلوجې په نیولو سره د جشنونو د جوړولو غوښتنه وکړه

وروسته له دې چې د عراق وسله والو ځواکونو د فلوجې ښار هغه برخې هم ونیولې چې د داعش تر ولکې لاندې وې، صدراعظم حیدرالعبادي له خلکو وغوښتل چې د خوشالۍ جشنونه جوړ کړي.

ښاغلي عبادي پر ټولو عراقیانو غږ وکړ چې په هرځای کې چې دي بهر دې راووځي او د خوشالیو په جشنونو کې دې ګډون وکړي.

عبادي د العربیه ټلویزیون له لارې دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د فلوجې ښار د یو روغتون مخې ته ولاړ و او د عراق بیرغ یې له خپلې غاړې تاو کړی و.

د عراق صدراعظم څو ساعته وروسته له هغه فلوجې ته ورسېد چې د پوځي عملیاتو مسوول قوماندان د دې ښار د بیرته نیولو لپاره له تیرو پنځو اونیو راهیسې پیل شوي عملیات ختم اعلان کړل.

ډګر جنرال عبدالوهاب السیدي د ګولان ولسوالۍ مرکز ته له رسېدو وروسته اعلان وکړ چې دا سیمه د داعش له وسله والو تصفیه شوې ده او دی له هغه ځایه د دې عملیاتو پای اعلانوي.

د السیدي په وینا د فلوجې د بېرته نیولو په عملیاتو کې چې د امریکا پوځ یې د هوايي حملو په وسیله ملاتړ کاوه ۱۸۰۰ داعشیان وژل شوي.

شیعه ملیشې هم په دې عملیاتو کې د عراقي ځواکونو ملګرې وې.

په همدې حال کې د عراق د ټرورېزم ضد ځواکونو يوه پوځي مسوول، تورن احمد علي رويټرز اژانس ته وويل:

"په فلوجه کې وروستۍ جګړه هم پايته ورسېده، په ځانګړې توګه په جولان سيمه کې. د ټروريزم ضد ځواکونو فلوجه په بشپړه توګه ازاده او تصفيه کړه. موږ دا مهال تر هغه پله لاندې ولاړ يو چې دلته دوى [عراقى فعال] مصطفى الاحراري په دار ځړولى و. جولان په اسانۍ تصفيه شو، دلته او هلته ځينې کمينونه شته، خو اوس ټوله ساحه زموږ په کنټرول کې ده."

فلوجه د ۲۰۱۴ کال له جنوري میاشتې راهیسې د داعش تر ولکې لاندې و، خو د موصل په ګډون د عراق د شمال او لویدیځ پراخې سیمې لاهم د دې ډلې په ولکه کې دي. صدراعظم عبادي وویل، ډیرژر به په موصل ښار کې هم د عراق دولتي بیرغ ورپیږي.