په پام کې ده د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نن د خپل واکمن ګوند، متحدې روسيې کانګرس ته د پارلماني انتخاباتو په درشل کې وينا وکړي.
په مسکو کې په دې غونډه کې به د روسيې صدراعظم ډميتري ميدويدېف هم برخه ولري.
کرملين ويلي چې کانګرس په پام کې لري، د متحدې روسيې ګوند د راتلونکو پنځو کلونو انتخاباتي پروګرام تصويب کړي او د ولسي جرګې يا دوما د انتخاباتو لپاره د خپل ګوند د کانديدانو ليست وړاندې کړي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين لس ورځې مخکې يو فرمان صادر کړ او د سېپټمبر ١٨مه يې په روسيه کې د هغو انتخاباتو لپاره وټاکله.