د افغانستان د کرکټ بورډ د ملي لوبډلې نوی مشر روزونکي لال چند سیتا رام راجپوت وټاکل شو.
د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک نن آزادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ ښاغلي راجپوت په یوه خبرې غونډه کې چې د کریکټ بورد اجرایوي رییس شفیق الله ستانکزي او رییس احمدزي په کې ګډون درلود په هند کې رسنیو ته معرفي شو.
ښاغلي هوتک زیاته کړه چې د کریکټ بورد د ملي لوبډلې د نوي مشر لال چند راجپوت په ګمارلو سره د کریکټ ملي لوبډله په راتلونکو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.
ښاغلي لال چند سیتا راجپوت ۲۳ کاله د کریکټ د الف ټیم او د کریکټ د ۱۹ کلنې لوبډلې د روزنکي په توګه په هندوستان کې دنده ترسره کړې ده.