د نوي کابل بانک د خصوصي کولو لپاره د JSC آریانا په نوم یوې افغانې کمپنۍ مالیې وزارت ته د داوطلبۍ وړاندیز کړی دی.
د مالیې وزارت د خزائنو رئیس محمد آقا کوهستاني نن خبریالانو ته وویل چې دغې دواطلبۍ ته دوو کمپنیو لېوالتیا درلوده، خو له دې ډلې یې آریانا خپل اسناد نن دغه وزارت ته وسپارل.
نوموړي زیاته کړه چې د دواطلبۍ د دغه وړاندیز اسناد به په یوه ګډه تخنیکي کمېټه کې وڅېړل شي او بیا به له کمپنۍ څخه د لوړې بیې غوښتنه وکړي.
پخوا د پاکستان مسلم کمرشل بانک د نوي کابل بانک د خصوصي کولو داوطلبي ګټلې وه، خو له پرله پسې انتقادونو وروسته یې حکومت له خرڅولو ډډه وکړه.