جان کري د اروپايي ټولنې او بریتانیا له چارواکو سره ګوري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري به له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو په اړه د تاریخي ټولپوښتنې په ترڅ کې د دې ټولنې او د بریتانیا له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

امریکایي چاروکو نن وویل چې کري به نن په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فیدیریکه موغیریني سره وګوري او سبا به په لندن کې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر فیلیپ هاموند سره کتنه ترسره کړي.

یوه امریکایي لوړپوړي چارواکي وویل چې کري به پردې ټینګار وکړي چې دا مهمه ده چې نور غړي د بریتانیا په لاره پل کښینږدي چې هغه به اروپایي ټولنه له دې زیاته کمزوري کړي.

د اروپا د پارلمان مشر د بریتانیا له صدراعظم ډیویډ کامرون څخه غوښتي چې د اروپایي ټولنې په راتلونکې سر مشریزه کې له دې ټولنې د وتلو رسمي پروسه پیل کړي.

مارټین شولتز د جرمني بیلد ام زونتاګ ورځپاڼې ته نن وویل چې دغه مبهم حالت به چې بریکزیت، رامنځته کړی، د بې ثباتۍ د زیاتوالي سبب شي چې ورسره به کارونه په خطرکې ولویږي.

ټاکل شوې ده چې د اروپایي ټولنې مشران به د جون په ۲۸ او ۲۹ په بروکسل کې غونډه وکړي او له دې ټولنې د بریتانیا د وتلو وروسته حالت وڅیړي.

د اروپا پارلمان به هم ځانګړې غونډه وکړي.

د اروپايي ټولنې د اساس ایښودونکو شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په برلین کې په غونډه کې له بریتانیا وغوښتل چې هرڅومره ژر چې کېدای شي د وتلو پروسه پیل کړي.

د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون د جون په ۲۵ اعلان وکړ چې په او کتوبر میاشت کې د صدر اعظمي دنده پریږدي او د ده ځای ناستی به له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو په اړه خبري مخ ته وړي.