د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د بحرین حکومت له مشهور شیعه مذهبي مشر څخه د تابعیت اخیستلو په خاطر په بې کچه حماقت او لېونتوب تورن کړ.
د بحرین حکومت چې د سنیانو په لاس کې دی، له شیعه ملا آیت الله عیسي قاسم څخه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ "جون ۲۲" د بحرین تابعیت واخیست تور یې پرې پوري کړ چې له خپل مخالفت څخه د بهرنیانو ګټو ته د خدمت لپاره کار اخلي او فرقه پالنې او تشدد ته لمن وهي.
د بحرین د حکومت اشاره ظاهراً د ایران لاسوهنې ته وه.
آیت الله قاسم په بحرین کې چې د وګړو اکثریت یې شیعه مذهبه دی، د پراخو ازادیو او سیاسي حقونو لپاره د اعتراضونو ملاتړ کوي.
د خامنه يي له قوله د ده په ویبپاڼه کې پرون ویل شوي چې قاسم داسي معتدل دیني عالم دی چې د سختدریځو د تاکتیکونو مخه یې نیولې ده.