د بامیان ولایت چارواکي وايي ۶ تنه يې له وسلو او یوه اندازه زیاتو مهماتو سره نیولي دي.
د بامیان والي طاهر ظهیر ازادي راډیو ته وویل دا کسان په شیبر ولسوالۍ کې نیول شوي دي:
"پولیسو ۶ کسان چې په یوه کورولا موټر کې سپاره وو تالاشي کول، له موټر څخه د کلاشنکوف او زیکویک مرمۍ ترلاشه شوې."
ښاغلي ظهیر وویل دا لا نه ده معلومه چې دا کسان په کومې ډلې پورې تړلي.
شیبر د بامیان ولایت له نا امنو ولسوالیو څخه ده چې کله نا کله ورته د بغلان له تاله او برفک ولسوالۍ څخه د دولت ضد وسله وال وراوړي.