د جورجان ولایت د قرقین ولسوالۍ د پوهنې د ریاست یو چارواکی وايي په امو سیند کې د ابو د سطحې لوړوالي څو ښونځي له ګواښ سره مخ کړي دي.
حق نظر قرقین پرون ازادي راډیو ته وویل د جوی سرای یو متوسط ښونځی، د دینار د غټانو لیسه او یو شمېر نور ښوونځي د ابو له خطر سره مخ دي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که دولت دې موضوع ته جدي پاملرنه ونه کړي نو د هغه په خبره ښايي قرقین ولسوالۍ د افغانستان له جفرافيي څخه حذف شي.
په دې وروستیو کې په امو سیند کې د اوبو د سطحې لوړوالي سلګونه کورونه او زیاته اندازه کره نیزه مځکه له مینځه وړې ده.