د هرات چارواکي وايي ددې ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د مځکې د خویدو په پیښه کې ۷ ماشومان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادۍ راډیو ته وویل دا پیښه تیره جمعه شوې او د مړه شوو ماشومانو عمرونه د اتو او لسو کلونو ترمنځ دي.
نوموړي وویل د هرات والي د سیمې له مسولانو سره تماس نیولی دی چې ددې پیښې د قربانیانو کورنۍ معلومې کړي چې لازمې مرستې ورته ورسول شي.