د ترکيي پولیسو پرون اته ویشت کسان چې د ولسمشر رجیب طیب اردوغان د یوه سیاسي مخالف له تحریک سره په مالي مرسته تورن شوي، ونیول.
پولیسو په دې وروستیو کې د مذهبي مشر فتح الله ګولین چې په متحده ایالاتو کې مېشت دی، د پلویانو پر ضد د ترکيې په څو ښارونو کې عملیات کړي دي.
د ترکيې حکومت وايي د فتح الله ګولین ډله یو تروریستي ګروپ دی چې هڅه کوي رجب طیب اردوغان له سیاسي ډګر څخه بهر کړي.
فتح الله ګولین بیا دا تور ردوي.
له ګولین سره د تړاو په تور تر اوسه په ترکیه کې زرګونه پولیس، څارنوالان او قاضیان یا له دندو لرې شوې او یا يې استعفا کړې ده.