فعالان: د سوریې ختیځ کې هوايي حملو لسګونه کسان وژلي

د سوريې د بشري حقونو ډله وايي د دې هېواد په ختیځ کې په تازه هوايي بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوی دي.

دا ډله وايي بمباري د دیر الزور ولایت په القوریه سیمه کې شوې چې له امله يې د ۳۱ ملکیانو په ګډون ۴۷ کسان وژل شوي دي.

دا سیمه د داعش وسله والو تر کنترول لاندې ده.

د سوريي د بشري حقونو ډله چې مرکز يې په لندن کې دی ویلي چې دا لا نه ده معلومه چې پاتې ۱۶ وژل شوي کسان وسله وال وو او که هغه هم ملکي وګړي دي.

دغه راز دا هم لا روښانه نه ده چې دا هوايي بریدونه روسيې الوتکو کړي او د سوريي د حکومت هوايي ځواک؟