څه دپاسه دوه میلیون بریتانویانو د یوه ان لاین غوښتنلیک په لاسلیک کولو سره په اروپايي ټولنه کې د لندن د غړیتوب په اړه د بلې ټولپوښتنې غوښتنه کړې ده.
د بریتانيي پارلمان ته په دې غوښتنلیک کې ویل شوي، کله چې په اروپايي ټولنه کې د بریتانيي د غړیتوب په اړه ټولپوښتنه کې د خلکو د ګډون سطحه له پینځه اویا په سلو کې ښکته وي او مثبتې یا منفي راې له شپیته په سلو کې کمې وي ،نو باید له سره ټولپوښتنه وشي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ په اروپايي ټولنه کې د بریتاني د برخلیک په اړه ټولپوښتنه کې ۵۲ په سلو کې رای ورکونکو له دې ټولنې څخه د وتلو او ۴۸ په سلو کې د پاتې کیدو پلوي وکړه.
د ټولپوښتنې له نتیجې وروسته د بریتانيي صدراعظم اعلا وکړ چې په جولايي میاشت کې به دی له خپلې دندې استعفا وکړي.
د بریتاني پارلمان مکلف دی چې هره هغه غوښتنه وڅېړي او بحث پرې وکړي چې له سلو زرو زیاتو کسانو لاسلیک کړې وي.