حبیبي: د ننګرهار کوټ ولسوالۍ ته اضافي سرتېري استول شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار کوټ ولسوالۍ ته یې اضافه سرتېري استول شوي دي.

د افغانستان دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې دغه ولسوالي به ډېر ژر داعش ته د مربوطو وسله والو له حضور څخه پاکه شي.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه چې په یاده ولسوالۍ کې ګڼ شمېر داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:

"د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې ۳۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي ۱۸ تنه ټپيان دي، په خواشینۍ سره چې دغه ډلې یو شمېر زموږ هېوادوال چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي له ځان سره نامعلوم ځای ته وړي دي."

تر دې وړاندې د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي چې داعش وسله والو تېره ورځ په یاده ولسوالۍ کې اته ملکي وګړي وژلي اووه تنه ټپیان کړي او ۳۰ تنه یې له ځان سره وړي چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي.

داعش ډلې تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.