له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز روانه اوونۍ کار پیلوي

د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې افغانستان د ادارې فساد سره د مبارزې عدلي او قضایې مرکز به په همدې اوونۍ کې په کار پیل وکړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي نن خبریالانو ته وویل چې د دې مرکز په تشکیل کې درې مهم ارګانونه لکه قضاه، څارنوالي او کورنیو چارو وزارت شامل دي.

نوموړي وویل چې د دې مرکز د جوړېدو هدف دا دی چې له فساد سره د مبارزې هڅې همغږي کړي.

لویه څارنوالي وایي دا مرکز به د فساد اړوند ټولې دوسیې چې په هره کچه چې وي وڅېړي.