د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وایي، اسلامي دولت ډلې د سوریې په شمال کې د تېرو دریو اونیو په ترڅ کې تر نهه سوه ډیر ملکیان چې اکثر یې کردان دي، برمته کړې دي.
دا کسان د حلب په ولایت کې د داعش تر واک لاندې ښارګوټې، الباب ته نږدې نیول شوې دي چې شاوخوا درې نیم سوه یې د الرقه سیمې ته انتقال کړې دي او یو شمېر یې بیا خپلو زندانونو ته اچولي دي.
دې افراطي ډلې پر نیول شویو کردانو په زوره سنګرونه او مورچې جوړې کړې دي.
د سوریې د بشري حقونو ډلې ویلي دي چې داعش د نیول شویو کسانو له ډلې څخه لږ تر لږه دیارلس ملکیان اعدام کړي او پنځه تنه یې هغه وخت ویشتلي دي چې هغوی د تیښتې هڅه کوله.