شانګهای سازمان کې د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ وشو

د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د افغانستان د سولې د بهير څخه ملاتړ وشو.

په دغه غونډه کې ولسمشر غني وويل چې د شنګهای همکاریو سازمان په اقتصادي ډګر کې لوی رول لوبولای شي او د دغه سازمان تر ټولو لويه پروژه به د ورېښمو د لارې بيا خلاصول وي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د افغانستان د سولې د بهير څخه ملاتړ وشو.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په يوه ګډه اعلاميه کې د افغانانو له خوا د افغانستان د سولې د بهير پر مشري ټينګار شوی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې تر سره شوه، افغان ولسمشر هم د يوه لوړپوړي پلاوي په مشري ګډون وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني په دغه غونډه کې د خپلې وینا پر مهال د اقتصادي اهميت په اړه خبرې وکړې او وې ويل چې د شانګهای د همکاريو سازمان تر ټولو لويه ګډه پروژه د وريښمو د لارې بيا خلاصول ده.

ولسمشر غني زياته کړه، موږ په ډېره چټکۍ سره د سيمه ییزو همکاریو شبکې ته د انتقال پر لور روان يو.

دغه غونډه پرون پای ته ورسېده.

ويل کيږي چې افغان او پاکستاني چارواکو د شانګهای د همکاريو سازمان د غونډې تر څنګ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې له يو بل سره ولیدل.

د ګډې اعلاميې له مخې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې، راغلي چې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزيز او د افغانستان د بهرنیو چارو وزير صلاح الدین رباني تر منځ په غونډه کې د مهمو مسايلو لپاره د ګډ ميکانيزم پر جوړولو توافق وشو.

په دغه مسايلو کې امنيت، د خلکو تګ راتګ او د دواړو هېوادونو تر منځ د وسايلو وړل راوړل ياد شوي.

په اعلاميه کې راغلي چې وړانديز شوی ميکانيزم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار او د دواړو هېوادونو د ملي امنيت د مشاورینو په ګډون تر يوه ګډ ریاست لاندي کار کوي.

اعلاميه وايي، د دغه ميکانيزم د جوړولو هدف يوازې د دواړو لورو د مسايلو مطرح کول او په دې اړه د اندېښنو څرګندول نه دی بلکې د تاوتریخوالي ډکو پيښو مخنیوی دی چې په دې وروستيو کې په تورخم کې وليدل شوې.

په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو چارواکو د يو بل مځکنۍ بشپړتيا ته د احترام او د یو بل په کورنیو چارو کې پر لاس نه وهلو ټينګار وکړ.

اعلاميه همداراز وايي چې صلاح الدین رباني او سرتاج عزيز د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ او د تروريزم پر ضد د ګډې مبارزې په اړه توافق وکړ.

افغان او پاکستاني چارواکو همداراز په افغانستان کې د سولې او ثبات پر راوستلو ټينګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزير او د نواز شريف د بهرنیو چارو سلاکار، تروريزم يو ګډ تهديد وباله او پر ضد يې د ګډې مبارزې غوښتنه وکړه.