د مدیترانې سمندرګي کې زر کډوال له ډوبېدو ژغورل شوي

د ایټالیا سمندري ساتونکو پرون جمعه لږترلږه زر کډوال چې د مدیترانې په سمندرګي کې د ډوبېدو له خطرسره مخامخ وو، وژغورل.

د ایټالوي چارواکو په حواله، په بېړیو کې تراندازې زیات کډوال ځای سپاره شوي وو.

د پنجشنبې په ورځ همزره غیر قانوني کډوال چې له لیبیاد مدیترانې په سمندرګي کې اروپا ته روان وو، وژغورل شوو.

د مهاجرت نړیواله اداره وايي، سږکال دوه لکه او شل زره کډوال په غیرقانوني لارواروپايي اتحادیې ته رسېدلي او دوه زره او اته سوه تنه مړه شوي دي.