امریکايي چارواکو پر طالبانو خپله لومړۍ حمله تایید کړه

امریکايي چارواکو په افغانستان کې د طالبانو پرضد د خپلو پوځیانو لومړۍ حمله تایید کړه.

اوباما څو اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې پوځیان به یې د طالبانو پرضد په مبارزه کې فعاله ونډه واخلي.

د اسوشیېټیډ پرس په وینا، دوو امریکايي چارواکو تاید کړې چې پوځیانو يې پرون جمعه پر وسله والو طالبانو لومړۍ حمله وکړه.

دې چارواکو نور د حملې په اړه نور جزیات نه دي څرګند کړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویندوي جنرال چارلس کلیفلند ویلي چې پوځيانويې پر طالبانو"محدودې" حملې کړې خو د پایلو په اړه خبرې کول به یې له وخته مخکې وي.

د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جیف ډیویس اسوشیتدپرس ته ویلي چې دا حملې له یوې اوونۍ راهیسې روانې دي.