بریتانیه به له اروپايي اتحادیې د وتلو لړۍ په کراري بشپړ کړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، په بریتانیه کې وروستۍ ټولپوښتنه د دواړو هېوادونو پر "ځانګړو" اړیکو اغیز نه شي کولائ.

په بریتانیې کې وروستۍ ټولپوښتنې له اروپايي اتحادیې د دې هېواد د وتلو پرېکړه وکړه.

اوباما پرون جمعه په کالفورنیا کې خبریالانو ته څرګنده کړه چې د بریتانیې له صدراعظم ډیویډ کامیرون او د جرمني له صدراعظمې انګیلا میرکل سره یې ټلیفوني خبرې کړې دي.

بارک اوباما زیاته کړه:

"زموږ د خبرو پر اساس، ډاډ لرم چې بریتانیه په منظم ډول او په نرمۍ له اروپايي اتحادیې د وتلو تعهد لري."

د جرمني او فرانسې مشرانو هم په بریتانیه کې د ټولپوښتنې له پایلې خواشیني څرګنده کړې ده.

په بریتانیې کې د ټولپوښتنې لږترلږه ۵۲ فیصده ګډونکونکو له اروپايي اتحادیې د خپل هېواد د وتلو پلان ته مثبته رایه ورکړه.