د روسيي ولسمشر وايي، دی هیله مند دی چې پاکستان او هند به په ۲۰۱۷میلادي کال کې د شانګهايې سازمان بشپړ غړیتوب ولري.
ولادمیر پوتین دا خبره نن په تاشکند کې د شنګهايي سازمان سرمشریزې ته په وینا کې وکړه.
نوموړي وویل، اسلام اباد او نوي ډیلي باید په دې برخه کې ټول معیارونه او مکلفیتونه بر ځای کړي.
ولسمشر پوتین دا هم وویل چې دا مهال په شانګهايي سازمان کې د ګډون لپاره د ایران په مخ کې هیڅ خنډ نشته.