پکتیکا کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو لوی ګُدام جوړیږي

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې پرون د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي موادو د ساتنې او ذخیرې لپاره د یو لوی ګدام د جوړولو کار پیل شو.

دا ګدام چې د کرنې وزارت د پرمختیايي بودیجې څخه د یو کال په موده کې جوړیږي، په یو وخت به د پنځه زره ټنه خوراکي موادو د ذخیره کولو ظرفیت ولري.

بل خوا د پکتیکا چارواکي وايي چې پخوا يې د حکومتي مالونو د ذخیره کولو لپاره مناسب ځای نه درلود او له همدې امله د دې د مالونو یوه برخه خرابیده چې د دې ګدام په جوړولو سره به یاده ستونره حل شي.