د برېتانې صدراعظم ډیوډ کېمرون ۳ میاشتې وروسته استعفې کوي

د برېتانې د انتخاباتو کمېسیون نن اعلان وکړ چې په پرونۍ ټولپوښتنه کې زیاترو رايې ورکونکو له اروپايي ټولنې څخه وتلو ته رایه ورکړه.

رسمي پایلې ښيي چې دوه پنځوس په سلو کې رايې ورکونکو له اروپايي ټولنې څخه وتلو او اته څلویښت په سلو کې په دې اتحادیه کې د پاتې کیدو پلوې کړې ده.

په پرونۍ ټولپوښتنه کې ۴۶ میلیونه او پینځه لکه کسانو ګډون وکړ .

د برېتانې صدراعظم ډیوډ کېمرون د ټولپوښتنې له نتیجې وروسته نن اعلان وکړ چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې به له خپلې دندې استعفې وکړي.

برېتانيي ته د کډوالې مسئله د ترسره شوې ټولپوښتنې په ترڅ کې د دواړو خواو د پلویانو ترمنځ د اختلاف مهمه موضوع وه.