الکوزی: په سیمه کې دې ټرانزیټي اسانتیاوې برابري شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي، دوی هیله مند دي چې افغان ولسمشر به د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د سیمې له هېوادونو سره د ټرانزیټي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان تر ډېره هند، پاکستان، روسیې او چین ته صادرات لري او افغان پلاوی باید د دغو هېوادونو له استازو سره د صادراتو د زیاتوالې په هدف د ټرانزیټي اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په اړه خبري وکړي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"زموږ هیله دا ده چې ولسمشر تقاضا وکړي چې په سیمه کې ټرانزیټي اسانتیاوې برابري شي ترڅو افغاني مالونه په اسانه توګه د روسیې او هند مارکیټونو ته ورسیږي."

ښاغلی الکوزی وایي، روسیه د افغاني تازه میوو او سبزیجاتو لپاره ښه مارکیټ دی.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په تاشکند کې د شانګهای د همکارېو سازمان په څنډه کې د ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره پر بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې دي.