لیزلي سو: ایران سوداګرۍ ته تیار دی

د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د ایران د چارو سلاکارې ویلي، له تهران سره د امریکايي شرکت بوینګ امتحاني قرارداد څرګندوي چې دا هېواد سوداګرۍ ته تیار دی.

لیزلي سو پرون پنجشنبې په یوه مرکه کې وویل چې د دې قرارداد اعلان، څرګندوي چې پر تهران د امریکا د پاتې بندیزونو له امله د یو شمېر شرکتونو له اندیښنو سره هم تجارت ممکن دي.

د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د تېرکال د اټمي موافقې په مرسته د ایران اقتصاد یو څه غوړیدلی خو واشنګټن پر دې هېواد خپل ځیني بندیزونه ټینګ ساتلي دي.

امریکا پر تهران د ترورېزم د ملاتړ او پر بشري حقونو د تیري تور لګوي.

د ایران په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکارې پرون ازادي راډیو ته وویل چې د متحدو ایالاتو بندیزونه پیچلي دي او زیات سوداګر له دې امله انديښنه لري.