د کولمبیا حکومت د "فارک" له وسله والو سره د اوربند موافقه وکړه

د کولمبیا حکومت په دې هېواد کې د "فارک" په نوم له وسله والو سره د اوربند موافقه وکړه او په دې ډول، دواړه لوري د نږدې نیمې پیړۍ جګړې پای ته نږدې شو.

د کولمبیا ولسمشر خوان مانوئیل سانتوس او د "فارک" مشر پرون پنجشنبې د کېوبا په پلازمینه کې د قطعي اوربند موافقه لاسلیک کړه.

د کولمبیا ولسمشر وویل:

"نن زموږ د هېواد لپاره یوه تاریخي ورځ ده. موږ بلاخره له فارک سره وسله وال کړکېچ ختم کړ."

اوربند به په را روانو ورځو کې د سولې د یوې تفصیلي موافقې تر لاسلیک وروسته، ټینګ شي.

په لومړۍ موافقه کې منل شوې چې د فارک ملیشه به وسلې اچوي او د دې ډلې ۷۰۰۰ کسانو ته د خلع سلا کېدو په صورت کې امنیتي ضمانت هم ورکړل شوی دی.

د ځمکې پر سر په دې وسله وال کړکېچ کې چې په ۱۹۶۰ میلادي کال کې پيل شو، لږ تر لږه دوه لکه او شل زره کسان ووژل او تر۷ میلیونه زیات بې کوره شوي دي.